ایکناخبری آژانس د المنار له قوله راپور راکړ،په دغې اعلامیې کې چې پرون د لړم یا عقرب د میاشتې په شپږمه صادره شوې ده،راغلي دي؛د طرابلس د اطلاعاتو ادارې د ؛م،م په نامې سره ددغه هیواد یو ښاریز د قرآن د سوځولو داقدام په دلیل نیولی دی.
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي نیول شوی کس،له دې مخکې هم نور ناخوښ اقدامات چې مشکل راپنځونکي وو، ترسره کړي او د نشه ایزو موادو د ناوړه استفادې اوویشلو اقدام ئې کړی دی.
د وئيلو ده چې په لبنان کې دقرآن کریم په شان کې سپکاوی کومه نوي خبره نهده اوتر دې دمه په مختلفو شکلونو سره په دغه هیواد کې د مسلمانانو دمقدس کتاب سپکاوي شوي دي.
له دې مخکې د قرآن کریم مقدس ساحت ته د لبنان د یوه لیکوال اوخبریال بادیه فحص سپکاوی په ټولنیزو چینلونو کې د کارونکو له پراخې غوسې او اعتراض سره مخ شو،هغه په اجتماعي چینلونو کې د یوه انځوریز کلیپ په خپرولوسره مدعی شوی چې د قرآن کریم تعلیمات په اسلامی ټولنو کې د میرمنو په ضد د تاؤتریخوالی علت دی.